ډېر لوستل شوي

امريکا کې یو پاکستانی د احتمالي برید په تړاو نیول شوی

د امريکا په ډیلاویر ایالت کې فدارالي ادارې یو ۲۵ کلن پاکستانی وګړی په داسې مهال نيولي چې د پوهنتون د پوليسو پر ضد يې د احتمالي بريدو پلان درلود.
«سي‌بي‌اېس» نيوز د فدرالي څارنوالۍ په حواله ويلي، لقمان خان د پاکستان تبعه او د ډيلاوير پوهنتون محصل دی چې د غیرقانوني وسلې د درلودلو په تور تورن شوی او د هغه له کوره وسلې او اسناد ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي، پولیسو هغه د نومبر پر ۲۴مه د شکمن کار له امله درولی او وروسته له نیول کېدو یې د پوهنتون د پولیسو د برید په اړه یادښتونه موندل شوي چې پکې د یوه ودانۍ نقشه هم شامله وه.
د ډيلاوير پوهنتون سرپرست رييس ويلي چې نوموړی محصل به د قضيې تر بشپړېدو پورې له پوهنتونه بند وي.
د « سي‌بي‌اېس» راپور له مخې، دغه پاکستانی وګړی تر اوسه په توقیف کې دی او ټاکل شوې د ډسمبر پر ۱۱مه يې د نيول کېدو په تړاو پرېکړه وشي.

اړوند خبرونه