ډېر لوستل شوي

د نایجریا دفاع وزیر د امنیتي کړکېچ په اوج کې استعفا ورکړې

د نایجریا د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی چې د دې هېواد دفاع وزیر محمد بدارو ابوبکر له خپلې دندې استعفا ورکړې او دې ماڼۍ يې استعفا هم منلې ده.

الماني رسنيو د يادې ماڼۍ د ویاند بایو اونانوا په حواله ويلي، چې ابوبکر د روغتیايي ستونزو له امله خپلې دندې ته استعفا ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ولسمشر بولا ټینوبو په هېواد کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی.

چارواکي زیاتوي چې د امنیتي بېړني حالت د پلي‌کېدو د څرنګوالي او جزيياتو په اړه به ولسمشر په نږدې ورځو کې نور معلومات شریک کړي.

اړوند خبرونه