د هرات د کب روزنې فارم لرونکي وایي، له پاکستانه د کب د وارداتو له درېدلو وروسته کورنیو تولیداتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی او بازار يې تود شوی دی.
د هرات ولايت مقام د رسنيو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې د فارم لرونکو په حواله ويلي، د بهرني وارداتو د بندېدو له امله د کورني تولید د ودې لپاره ښه فرصت برابر شوی او په هرات کې د کبانو لپاره د بازار اړتیا لوړه شوې ده.
فارم لرونکي زیاتوي چې د اړتيا په زیاتېدو سره د سیمې د کب روزنې فارمونو تولیدي ظرفیت هم لوړ شوی دی.
په ورته مهال، د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې دا مهال په دغه ولایت کې ۴۰ تر ۴۵ د کب روزنې فارمونه فعال دي.

