ډېر لوستل شوي

“د پاکستان له لوري د بشري حقونو پر وکیلانو لګېدلي تورونه ناسم دي”

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت له لوري د بشري حقونو پر دوو وکیلانو؛ ایمان مزاري او هادي علي چټا د «سایبري ترهګرۍ» تورونه ناسم بللي او ټینګار یې کړی چې حکومت د مبهمو قوانینو په ناسم استعمال سره د نظر څرګندولو پر جرم خلک مجازات کوي.

ياد سازمان ويلي چې د پاکستان حکومت باید پر نوموړو وکیلانو لګېدلي تورونه سم‌لاسي بېرته واخلي، ځکه د دوی په وینا، هېڅ څوک باید یوازې د خپلو نظرونو د څرګندولو له امله تعقیب یا بندي نشي.

راپور زياتوي چې د ایمان مزاري او هادي علي چټا نیول د بیان ازادۍ د محدودولو یو ښکاره مثال دی. دا دواړه هغه مهال نیول شوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د حکومت پر کړنو نیوکې کړې وې.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د پاکستان حکومت د «سایبري جرمونو» قانون د مبهمو مادو له لارې پر منتقدینو فشار زیاتوي، هغه کار چې د نړیوالو حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دی.

اړوند خبرونه