د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې په یاد ولایت کې د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت د پلاستیکي بوجیو او تارونو نوې تولیدي فابریکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
امید راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ والي، محمد یوسف وفا او د یاد ولایت ګڼ شمېر نورو چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.
د مسوولینو په وینا چې د یادې فابریکې په فعالېدو سره شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د تولید کچه یې له پخوانۍ فابریکې څخه څو برابره لوړه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې هلته مخکې یوه بله فابریکه هم فعاله وه چې ۷ ټنه ورځنی تولید یې درلود، خو نوی سیستم په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰ ټنه پورې تولیدي ظرفیت لري.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ والي ویلي چې د تولیدي سکتور پیاوړتیا د ولایت د اقتصادي ثبات لپاره خورا مهمه ده او د حکومت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.

