ډېر لوستل شوي

د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ۲۳ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت اترا ادارې له لوري د ننګرهار ۲۲ ولسوالیو ته د ۲۳ مخابراتي سایټونو د جوړېدو پروسه بشپړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مخابراتي سایټونه د «ټي ډی ایف» له بودیجې څخه د ننګرهار محرومو سیمو ته د پوښښ د پراختیا او اتصال په موخه په پام کې نیول شوي وو.
د ښاغلي الکوزي په وینا چې یاد مخابراتي سایټونه په سرخرود، خوګیاڼیو، شیرزاد، حصارک، چپرهار، روداتو، هسکې مینې، کوټ، اچین، سپین غر، مهمند درې، لعلپورې، ګوشتې، غني خیلو، بټي کوټ، کامې، ښیوې، دره نور، پچیراګام، خوګیاڼو وزیر تنګي او د جلال آباد کونړ لویه لار کې د انټرنټي او مکالماتي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.
عنایت الله الکوزي همداراز ویلي چې دا مخابراتي سایټونه اوسمهال په 2G او 3G ټکنالوژۍ سمبال دي، خو په وینا یې چې په نږدې راتلونکي کې به یې انټرنېټي چوپړتیاوې 4G ته لوړې شي.

اړوند خبرونه