ډېر لوستل شوي

اسټراليا کې سره له سبا پر ۱۶ کلونو کم عمر هلکانو او نجونو د ټولنيزو شبکو کارول بندېږي

اسټرالیا خبر ورکړی چې سر له سبا د ۱۶ کلونو کم عمره هلکان او نجونې به نور د ټیک‌ټاک، فیسبوک او ورته ټولنیزو شبکو له کارولو منع وي.

د نوي قانون موخه د ځوانانو ساتنه ښودل شوې، څو هغوی د «نه ختمېدونکي انلاین سکرول/ښکته پورته ګرځېدو» او د مجازي نړۍ له رواني فشارونو خوندي پاتې شي.

د اسټرالیا لومړي وزير انتوني البانیز په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې ټولنیز پلېټفارمونه به مکلف وي د عمر تاييد لپاره اغېزمن میکانیزمونه ولري، او د ۱۶ کلونو څخه کم عمره کاروونکي لېرې کړي؛ که نه، له درنو جریمو سره به مخ شي. البانیز له ځوانانو غوښتي چې د دوبي د رخصتیو پر مهال له تلیفونونو لږ او له کورنۍ، ملګرو او فردي فعالیتونو سره ډېر وخت تېر کړي، او زیاته کړې يې ده: “یو نوی سپورټ پیل کړئ یا هغه کتاب ولولئ چې له اوږدې مودې مو ایښی دی.”

اړوند خبرونه