د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت د تخنيکي کمېټې نوبتي غونډې ته د کانونو او پټروليم وزارت له لوري په کابل او ولايتونو کې د کاني توکو د کيفيت د ارزونې لپاره د پرمختللو لابراتوارونو د جوړېدو طرحه وړاندې شوې ده.
ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د غونډې له هراړخیز بحث وروسته دغه طرحه د تایید وړ بلل شوې او د نهايي پرېکړې لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د لابراتوارونو د جوړېدو لپاره ټولټال ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې ۱۵ میلیونه افغانۍ به د ودانيزو چارو او ۲۱۸ میلیونه افغانۍ به د نوې ټکنالوژۍ په لرونکو پرمختللو تجهیزاتو لګول کېږي. د ويلو ده چې په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث شوی او په اړه یې لازمې پرېکړې شوې دي.

