ډېر لوستل شوي

“د سیدخېلو ذخیروي بند تخنیکي سروې بشپړه شوه”

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د غزني په «اجرستان» ولسوالۍ کې د «سیدخېلو» ذخیروي بند تخنیکي سروې بشپړه شوې ده. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا بند د «ګل‌ درې» سیمې اړوند د اتفاق کوتل په خوړ باندې جوړېږي او تازه یې تخنیکي سروې بشپړه شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د سیدخېلو ذخیروي بند د اوبو اصلي سرچینه چینې، ژمنۍ واورې او موسمي بارانونه دي چې شاوخوا ۲ دوه متره مکعبه پرثانیه جریان لري.

“د سیدخېلو بند له جوړېدو موخه د ژمني موسم د اضافي اوبو ذخیره کول، تر ځمکې لاندې اوبو تغذیه، د سیلابونو مهار او د چاپیریال ښکلا ده.” د اوبو او انرژۍ وزارت همداراز لیکلي چې یاد بند به شاوخوا درې میلیون متره مکعب اوبه ذخیره او ۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

اړوند خبرونه