اروپایي ټولنې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه او په خبره یې چې دا مرسته به په افغانستان کې د اقلیم د ناوړه اغېزو د کمولو او د خوراکي توکو د خوندیتوب په پار ولګول شي.
اروپایي ټولنې ددې مرستې د اعلان پر مهال ویلي، چې له دې مبلغ به یوه اندازه مرسته د ځوانانو او ښځو د کاري فرصتونو پیاوړتیا ته ځانګړې شي او یوه اندازه پیسې به ښوونځیو کې د مغزي خوړو پروګرام ته بېلې شي.
اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې دغه همکاري به دوام ولري او هڅه کوي، چې د افغانانو د ژوند د ښه والي او د دوامدارو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره نورې پروژې هم پلي کړي.

