ډېر لوستل شوي

ایسنا خبري اژانس: تهران به د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه‌ وي

ایسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې راتلونکې اونۍ په تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه سیمه‌ییزه غونډه جوړېږي.دغه اژانس د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې تهران په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره دوامداره مشورې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې په خپل ګاونډ کې امنیت او ټیکاو ته لومړیتوب ورکوي.
ویل کیږي چې دغه سیمه‌ییزه غونډه به راتلونکې اونۍ په تهران کې د پاکستان، تاجيکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب ترسره شي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

اړوند خبرونه