د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ويلي، چې کابل د ایکو سازمان د راتلونکې غونډې کوربهتوب پر غاړه مني.
نوموړي ويلي، چې افغانستان د ایکو سازمان په وروستۍ ناسته کې دا کوربهتوب منلی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا پرېکړه د ایکو سازمان په وروستۍ ناسته کې وروستۍ شوه او کابل به د هغې د تنظیم بشپړ مسؤولیت ولري.
عزیزي زیاته کړې، چې د ایکو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په دوه ورځني کنفرانس کې پر تخنیکي موضوعاتو بشپړ بحث شوی او د ډېریو هېوادونو وزیرانو پر دوه اړخیزې همکارۍ ټينګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي، چې افغانستان په یو شمېر برخو کې د ځان بسیاینې پر لور روان دی او دا مهال په ۵۰۰ سکټورونو کې بېلابېل تولیدات لري.

