ډېر لوستل شوي

امريکا کې وسله‌وال بريد؛ دوه تنه پکې وژل شوي او نهه نور ټپيان دي

د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په پراویډنس ښار کې د «براون» پوهنتون پر زده‌کړيالانو وسله‌وال بريد شوی او له امله دوه تنه زده‌کړيالان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په شپه د «براون» پوهنتون د انجینرۍ په ودانۍ کې د ازموينو پر مهال رامنځته شوې ده.
د پراویډنس ښاروال بریټ سمېلي ویلي، وسله‌وال کس تر اوسه نه دی نیول شوی او پولیس یې په لټه کې دي.
د پولیسو مرستیال قوماندان ټیموتي اوهارا ویلي، شکمن کس یو نارینه دی چې تورې جامې یې اغوستې وې او ښايي ماسک یې هم پر مخ درلود.
له پېښې وروسته د پوهنتون شاوخوا لارې تړل شوې او امنیتي ځواکونو په پراویډنس ښار کې لوړ امنیتي حالت اعلان کړی دی.

اړوند خبرونه