ډېر لوستل شوي

ګوترېش په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو برید جنګي جنایت بللی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په سوډان کې د دغه سازمان پر سوله ساتو ځواکونو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا يې جنګي جنايت بللی دی.
د راپورونو له مخې، په دغه ډرون برید کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو شپږ سرتېري، چې د بنګله‌دېش هېواد اوسېدونکي دي، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
انتونیو ګوترېش د بنګله‌دېش له حکومت او ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو هر ډول برید د منلو وړ نه دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې پر سوله ساتو ځواکونو برید یو ښکاره جنګي جنایت ګڼل کېږي او عاملین یې باید حساب ورکړي.
د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او ملګري ملتونه د خپلو سوله ساتو ځواکونو د خوندیتوب پر ټینګښت ټینګار کوي.

اړوند خبرونه