ډېر لوستل شوي

د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز یو کیلومتر نورې برخې قیر چارې نږدې بشپړې شوې

د کابل ښاروالۍ وايي، چې د ښار د ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا په موخه د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د یو کیلومتر نورې برخې د قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

د يادې ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست په وينا، تر اوسه د یاد سړک درې کیلومتره برخه په درې لیکو کې قیر شوې او په دوو لیکو کې د یو کیلومتره نورې برخې قیر چارې روانې دي.

سرچینه زیاتوي، د سړک د پاتې برخو بنسټیزې چارې هم پر مخ روانې دي او دا پروژه اوس‌مهال ۳۶ سلنه کاري پرمختګ لري.

کابل ښاروالۍ ډاډ ورکړی چې د دې پروژې چارې به په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره بشپړې کړي.

د کابل–لوګر سړک لومړۍ برخه له «نجات څلي تر چرخ‌آب» پورې اووه کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.

اړوند خبرونه