نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد د دویم کال لپاره هم ښه او مخ پر ودې روان دی.
“د افغانستان د پراختیا تازه معلومات” په نوم دې راپور کې راغلي چې دا وده د “ټیټ انفلاسیون او د عوایدو د زیاتوالي” له کبله ده.
په یاد راپور کې “د نفوسو چټک زیاتوالی، د سوداګرۍ د کسر پراخېدل او دوامداره بې وزلي” د فشار فکټورونه یاد شوي دي.
د راپور له مخې، تمه ده چې د افغانستان ناخالص کورنی تولید (GDP) په ۲۰۲۵ کال کې درې اعشاریه څلور سلنه وده وکړي چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله دوه اعشاریه پنځه سلنه وده ښيي.
نړیوال بانک وړاندې ویلي، د دې اقتصادي ودې اصلي لامل هغه تقاضا ده چې له ایران او پاکستانه راستنو شویو تر دوو میلیونو زیات کډوالو رامنځته کړې ده چې له امله یې د خدمتونو او صنعت برخې فعالې شوې دي. همداشان د غنمو زیاتوالی او ځان بسیاینه، کانونو او ودانیزو توکو کې وده هم مرستهکوونکي موارد یاد شوي دي.
یاده دې شي چې دې راپور هم منلې چې افغانستان کې د انفلاسیون کچه د سیمې په کچه ټیټ حالت کې ده او دا د خوراکي توکو د پایښت او د ملي اسعارو د پیاوړتیا ښکاروندیي کوي.

