ډېر لوستل شوي

امريکا پر براون پوهنتون د بریدګر د پېژندې لپاره ۵۰ زره ډالره جایزه اعلان کړې

د امریکا د فډرال څېړنیزې ادارې (اېف‌بي‌ای) رييس کش پاتېل د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار پر براون پوهنتون د وروستي برید د عامل د پېژندنې او نیول کېدو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۵۰ زره ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه د شکمن کس عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي، هر هغه معلومات چې د تورن کس د نیول کېدو لامل شي، د یادې جایزې مستحق به وي. یاد برید درې ورځې وړاندې شوی، چې له امله یې دوه زده‌کړیالان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

براون پوهنتون ویلي، یو شکمن کس چې د پېښې په سبا نیول شوی و، د کافي شواهدو د نشتوالي له امله خوشې شوی دی. براون پوهنتون د امریکا له پخوانیو خصوصي څېړنیزو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.

اړوند خبرونه