ډېر لوستل شوي

د «اې‌ای» له چټکې ودې وروسته؛ ټوما براوو يې څنګه اغېزمن کړی؟

د خصوصي پانګونې ستر شرکتونه د مصنوعي ځيرکتيا د چټک اقتصادي ودې له اغېزو سره مخ شوي او اوس د(AI)  له امله يو ځل بيا بازار د بدلون په درشل کې دی.

رويټرز د ټوما براوو شرکت د اجراييوي شريک سېت بورو په حواله ويلي، چې له مصنوعي ځيرکتيا وروسته د پېر او پلور د تود بازار اغېزې اوس هم پر پانګونې فشار اچوي او شرکتونه اړ دي خپلې تګلارې له نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه  AI، سره عيارې کړي.

سېت بورو وايي، ټوما براوو هڅه کوي د مصنوعي ځيرکتيا له چټک بدلون څخه د فرصت په توګه ګټه واخلي، څو له روانو اقتصادي ننګونو سره مقابله وکړي او خپله پانګونه د راتلونکي بازار له غوښتنو سره برابره وساتي.

اړوند خبرونه