ډېر لوستل شوي

له کونړ سینده تر درونټې بند پورې د اوبو لېږد وړاندیز د تایید وړ بلل شوی

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې له کونړ سینده تر درونټې بند پورې د اوبو د لېږد وړاندیز د تایید وړ بلل شوی او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته هم سپارل شوی دی.

ياد معاونيت وايي، په دې غونډه کې د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې له مسیر څخه د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو پر طرحه هراړخیز بحث شوی، چې د ننګرهار ولایت د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت د حل لپاره مهمه بلل کېږي.

په دې غونډه کې همدارنګه د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې د ۲۵ کیلومتره پروژې په اړه هم خبرې شوې او یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د پروژې هراړخیزه ارزونه وکړي او راپور یې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه