ډېر لوستل شوي

ورزش ولې د سالم ژوند بنسټ بلل کېږي؟

ورزش یوازې د بدن د خوځښت نوم نه دی، بلکې د انسان د ذهني، روحي او فزيکي سلامتۍ بشپړ بنسټ دی. د بې‌کچې مصروفيت، ډېره ناسته، فکري فشارونه او ناسالم عادتونه د دې لامل شوي چې زموږ بدن او ذهن دواړه له خپل طبیعي حالته لرې شي، په داسې حال کې چې ورزش هغه ساده او اغېزمن حرکتونه دي چې کولی شي د انسان په ژوند کې خوښي، سلامتيا او حتا مثبت بدلون راولي.

څېړنې ښيي چې منظم فزيکي فعاليت نه یوازې د بدن د قوت، انرژۍ او ظاهري ښکلا سبب کېږي، بلکې د حافظې د ښه‌والي، د مزاج د سمون، د خوب د کیفیت د لوړولو او د اوږدمهاله ناروغیو د مخنیوي لپاره هم مهم رول لري. همدا لامل دی چې ورزش د نړۍ په کچه د سالم ژوند د اساسي ستنو څخه ګڼل کېږي.

که د فعال، متوازن او له انرژۍ ډک ژوند په هيله وئ، نو ورزش هغه دروازه ده چې د روغتيا، خوښۍ او اوږد عمر لور ته يې پرانيزو.

۱. سالمې روغتيا ته د ورزش ګټې

ورزش د انسان د بدن، ذهن او روحي سلامتۍ لپاره بې‌شمېره ګټې لري. منظم فزيکي فعالیت نه یوازې د بدن قوت او ځواک لوړوي، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې مثبت بدلون رامنځته کوي.

· د حافظې او دماغي ځواک ښه‌والی:

څېړنې ثابتوي چې منظم ورزش مغز ته د وینې، اکسیجن او انرژۍ رسېدنه ډېروي. دا چاره د حافظې پیاوړتیا، تمرکز زیاتوالي او ذهني آرامښت لامل کېږي. ورزش مغز فعال ساتي او د زده‌کړې وړتیا لوړه وي.

· پر ځان باور او ذهني ارامتیا:

منظم ورزش د بدن شکل او ظاهري حالت ښه کوي. همدا مثبت بدلون په ځان باور زیاتوي او انسان ته د رضایت احساس ورکوي. له دې سره، په کلبونو او يا په ډله‌ييزه توګه ورزش کول ټولنیزې اړیکې هم پراخوي او انسان له انزوا وباسي.

· د فشار او اندېښنو کمښت:

ورزش د بدن هغه هورمونونه فعالوي چې د خوشحالۍ او ارامتیا احساس رامنځته کوي. همدا لامل دی چې منظم ورزش د فشار، خپګان او بې‌ځايه اندېښنو د کمېدو لپاره یوه اغېزمنه درملنه بلل کېږي.

· ښه او آرام خوب:

تحقیقات ښيي چې ورزش د خوب کیفیت لوړوي او د بې‌خوبي ستونزه کموي. هغه کسان چې منظم ورزش کوي، تر نورو ډېر آرام، ژور او منظم خوب لري. البته خوب ته په نږدې وخت کې ورزش کول برعکس اغېز لري، نو سپارښتنه کېږي چې ورزش سهار يا مازديګر وشي.

· د بدن د انرژۍ زیاتوالی:

که څه هم ډېر خلک فکر کوي ورزش ستړیا زیاتوي، خو حقیقت دا دی چې منظم فزيکي فعالیت بدن ته دوامداره انرژي ورکوي. ورزش عضلات قوي کوي، سستي کموي او د ورځې لپاره انسان فعال ساتي.

· د اوږد عمر سبب کېږي:

څېړنې ښيي هغه کسان چې منظم ورزش کوي، د هغو کسانو په پرتله چې ورزش نه کوي، اوږد او سالم ژوند لري. ورزش د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ډېرو ناروغیو د رامنځته کېدو مخه نیسي.

· د ظاهري ښکلا ښه‌والی:

ورزش د بدن د غوړو په کنټرول، د عضلاتو په جوړښت او د پوستکي په تازه‌والي کې مهم رول لري. دا تغییرات نه یوازې ظاهري ښکلا ښه کوي، بلکې پر ځان باور هم لوړوي.

۲. د غير منظم او بې‌قاعدې ورزش احتمالي زیانونه

روغتيايي متخصصين ټينګار کوي چې ورزش که څه هم د انسان د بدن لپاره ګټور دی، خو د منظمې لارې او علمي لارښود پرته ترسره کول یې کېدای شي جدي ستونزې رامنځته کړي. د هغوی په وينا، غير منظم تمرینونه په ځانګړي ډول هغه مهال خطرناک وي چې ورزش د عمر، وزن او روغتیا له حالت سره سم تنظیم شوی نه وي.

· غضلاتو ته ضربه رسوي: د بدن د ستړيا حد ته نه پاملرنه کول د عضلو سخته ستړيا، د بدن درد او د مفصلونو التهاب رامنځته کوي. په ځانګړي ډول هغه څوک چې ناڅاپه سخت تمرين پيل کړي، ډېر ژر له بدنۍ ضربې سره مخ کېدای شي.

· ناڅاپي توګه د زړه ضربان لوړوي: غير منظم ورزش په ناڅاپي توګه د زړه د ضربان لوړوالی رامنځته کوي، چې د زړه د ستونزو لرونکو کسانو لپاره جدي خطر بلل کېږي. متخصصين وايي چې د زړه د حالت له معلومولو پرته درانه تمرینونه کول د زیان احتمال څو برابره زیاتوي.

· د بدن د جذب کچه ګډودوي: د تمرین د وخت، اندازې او ناسم انتخاب د وزن د زیاتېدو برعکس اغېزه هم لرلی شي. ځکه بدن د دوامداره نظم په نشت کې د انرژۍ لګښت او د جذب کچه یو ډول ګډوډوي.

· غير منظم ورزش د خوب پر کيفيت منفي اغېزه کوي: بې‌قاعده ورزش د خوب پر کیفیت هم منفي اغېز کوي. هغه کسان چې ناڅاپه سخت تمرین کوي یا د ورځې په ناسم وخت کې ورزش کوي، کېدای شي د خوب ګډوډي تجربه کړي.

· د هورموني توازن په ګډوډولو هم اغيز کوي: متخصصين وايي چې غير منظم تمرین د هورموني توازن په ګډوډولو هم اغېز کوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو او هغو کسانو لپاره چې د بدن عمومي نظم ته ډېره اړتیا لري.

۳. سپارښتنه

منظم ورزش هغه وخت ګټور تمامېږي چې د بدن له حالاتو، مناسبې اندازې او منظمې طريقې سره ترسره شي، نو سپارښتنه دا ده چې د تمرین له پیل مخکې د روغتیايي وضعیت لنډ ارزونه وکړئ، له سپکو حرکتونو څخه یې پیل او ورو ورو یې کچه لوړه کړئ، په جریان کې کافي اوبه وڅښئ، د بدن عضلاتو ته پام وکړئ او که درد يا ناارامي احساس کړئ سم‌لاسي تمرین بس کړئ، همداراز کافي خوب او استراحت ته پام او د امکان په صورت کې د مسلکي روزونکي لارښوونې تعقیب کړئ، څو ورزش مو خوندي او ګټور پاتې شي.

اړوند خبرونه