د بلخ مسوولین وایي چې د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د مزارشريف ښار د «شادیان» صنعتي پارک سړک د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت قیر او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک د صنعتکارانو او پانګهوالو د تګ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د ۱۱۶۷ مترو په اوږدوالي او ۱۴ مترو په پلنوالي، په دوو لینونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شوی دی.
بلخوا ځايي مسوولینو ګټېاخیستنې ته د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د باکیفیته ښاري خدمتونو وړاندې کول د ښاریانو حق دی او ښاروالۍ هڅه کوي چې د ښاري خدماتو عواید په شفاف ډول راټول او د ښار د ابادۍ او معیاري پراختیا لپاره ولګول شي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

