ډېر لوستل شوي

د وریجو تولید ۴۴۷ زره مټریک ټنو ته رسېدلی؛ ۲ سلنه زیاتوالی ښيي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او د سټلایټي انځورونو د تفسیر پر بنسټ خبر ورکړی، په روان لمريز کال کې په ټول هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې، چې د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د يادې ادارې وياند محمد حليم رافع وايي، سږکال په ۱۸ ولایتونو کې پر ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه وریجې کرل شوې، چې دا د وریجو د کښت په برخه کې د تېر کال پرتله ۴.۶ سلنه زیاتوالی دی.
شمېرې ښيي چې کندوز د ۴۱ زره هکټاره کرنیزې ساحې سره تر ټولو ډېر او سرپل د ۱۳۸ هکټاره سره تر ټولو کم د وریجو کښت لري.
همدارنګه، کندوز او تخار هر یو ۱۱۶ زره مټریک ټنه، بغلان له ۶۴ زره مټریک ټنه ډېر، ننګرهار له ۴۰ زره مټریک ټنه ډېر، بلخ ۲۴ زره مټریک ټنه او کونړ له ۲۳ زره مټریک ټنه ډېر وریجې تولید کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال لپاره د هېواد اړتیا د غذایي توکو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون شاوخوا ۷۲۰ زره مټریک ټنه وریجې اټکل شوې ده.

اړوند خبرونه