ډېر لوستل شوي

د کب د غوړو کپسولونه رښتیا هم د بدن لپاره ګټور دي؟

کب د سمندرونو هغه طبیعي خواړه دي چې له پخوا راهیسې د انسان د روغتیا مهم ملاتړی ګڼل کېږي. د کب له غوړو جوړ شوي کپسولونه نن د نړۍ تر ټولو ډېر کارېدونکي غذایي سپلېمنټونه دي، ځکه پکې د «اومیګا درې» فیټي اسیدونو بډایه سرچینه موندل کېږي؛ هغه اسیدونه چې د زړه د ساتنې، د مفاصلو د نرمښت او د دماغ د فعالیت په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

خو له دې ټولو سره سره، یوه اساسي پوښتنه تل د خلکو په ذهن کې وي: آیا د کب د غوړو کپسولونه رښتیا هم د بدن لپاره ګټور دي، که یوازې یو مشهور سپلېمنټ دی چې د خلکو په منځ کې یې نوم ډېر دی؟

وروستۍ څېړنې ښيي چې د دې کپسولونو اغېز د هر انسان له بدني حالت، استعمال او منظم‌والي سره تړلی دی. یعنې ګټه هم لري، خو هر څوک یې په یوه ډول نه جذبوي، او ګټې یې له پرېښودو سره ژر له منځه ځي.

په لاندې مطلب کې به په همدې موضوع معلومات، څېړنې، د استعمال طریقه او مهمې سپارښتنې په ساده او روان ډول درسره شریکې کړو.

۱. د کب د غوړو روغتيايي ګټې

• د زړه د ناروغیو مخنیوی او د وینې د شحمو تنظیم:

د کب غوړ د اومیګا درې فیټي اسیدونو ډېر مهمه سرچینه ده چې د زړه د رګونو ساتنه کوي. دا اسیدونه د وینې خراب کولېسټرول کموي، د وینې دوران ښه کوي او د زړه د ناڅاپي حملو د خطر په کمولو کې اغېز لري.

• د دماغ او حافظې پیاوړتیا:

اومیګا درې د دماغ د حجرو لپاره حیاتي مواد دي. د کب غوړ منظم استعمال د حافظې د ښه‌والي، د تمرکز د لوړوالي او د عمر له زیاتېدو سره د دماغي کمزورۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

• د مفاصلو نرمښت او د پړسوب کمول:

په کب غوړو کې شته اسیدونه د بدن د التهابي حالاتو په کمولو کې مهم رول لري. همدا لامل دی چې د مفاصلو د وچوالي، درد او پړسوب په کمولو کې ګټور تمامېږي او د حرکت لپاره اسانتیا برابروي.

• د سترګو روغتیا پیاوړتیا:

اومیګا درې د سترګو د وچوالي، کمزورۍ او د لید د خرابېدو د مخنیوي لپاره مهم رول لري. د کب غوړ په ځانګړي ډول د سترګو د شبکې (Retina) د حجرو د ساتنې لپاره ګټور بلل کېږي.

• د پوستکي ښکلا او تغذیه:

اومیګا درې د پوستکي د رطوبت په ساتلو، د وچوالي په مخنیوي، د پړسوب او حساسیت په کمولو کې مرسته کوي. د کب غوړ پوستکی نرم، روښانه او تغذیه کوي.

• د بدن د دفاعي سیستم پیاوړتیا:

د کب غوړ د بدن د معافیت (ایمنیتي) سیستم قوي کوي، د ځینو ناروغیو پر وړاندې مقاومت زیاتوي او بدن له التهابي حالاتو څخه ژغوري.

• د مزاج ارامتیا او د فشار کمول:

څېړنې ښيي چې کب غوړ د دماغي هورمونونو په تنظیم کې رول لري چې پایله یې د اضطراب، ستړیا او اندېښنو کمېدل دي. دا د بدني او رواني آرامتیا لپاره طبیعي مرسته ګڼل کېږي.

• د امیندواره مېرمنو لپاره ګټه:

اومیګا درې د جنین د دماغي ودې لپاره مهم دي، خو د استعمال مخکې باید د ډاکتر مشوره حتمي وي.

۲. د کب د غوړو احتمالي زیانونه او احتیاطي سپارښتنې

که څه هم د کب غوړ ډېرې روغتیايي ګټې لري، خو ناسم یا په بې‌احتیاطه توګه استعمال یې ځینې ستونزې هم رامنځته کولی شي.

• د وینې د نرۍ کېدو خطر:

کب غوړ د وینې د نرۍ کولو ځانګړتیا لري. له همدې امله که څوک د وینې نرې کوونکي درمل (لکه Warfarin یا Aspirin) کاروي، د کب غوړ له استعمال سره د وینې بهېدلو خطر لوړېږي، نو له استعمال مخکې بايد له ډاکتر سره مشوره وشي.

• د معدې ستونزې او هضمي تکلیف:

ځینې کسان د کب د غوړو تر استعمال وروسته د معدې سوځښت، نس‌ناستي، د زړه بدوالی، دروند ډکار یا د کب بد بوی تجربه کوي.

• د شکر ناروغانو لپاره د قند کچې بدلون:

په ځینو مطالعاتو کې ښودل شوې چې د کب غوړ د شکر په ناروغانو کې د قند کچه لږ بدلولی شي.

• د معافیت سیستم اغېز:

په ډېر کچه د کب غوړو استعمال کولی شي د بدن دفاعي سیستم یو څه کمزوری کړي.

• د امیندوارو او شیدې ورکوونکو لپاره خطرونه:

که څه هم اومیګا درې ګټور دي، خو د هر ډول سپلېمنټ کارول په امیندوارۍ کې بې احتیاطي ګڼل کېږي.

• د الزایمر ناروغان:

ځینې راپورونه ښيي چې د کب غوړ ډېر زیات استعمال ممکن د دماغ په ځینو ناروغیو کې د ستونزو سبب شي، خو دا څېړنې یې لا بشپړې نه دي.

• د کب د تېلو د کیفیت خطرونه:

ټیټ کیفیت لرونکي کپسولونه ممکن درانه فلزات (لکه پارا) ولري. دا مواد د بدن لپاره زیانمن دي، نو بايد له باوري شرکتونو د لوړ کيفيت کپسولونه ترلاسه شي.

۳. سپارښتنه

د کب د غوړو کپسولونه باید په منظمه توګه وکارول شي. هڅه وکړئ دا کپسول د طبیعي غوړو لرونکو خوړو لکه هګۍ، مغز یا زیتون‌‌تېلو سره وخورئ، څو بدن یې ښه جذب کړي. د ټیټ کیفیت کپسولونو څخه ځان وساتئ او تل د باوري شرکت محصول انتخاب کړئ. که پر معدې مو درانه او يا يې هم بده اغيزه وکړه استعمال یې کم يا بند کړئ. هغه کسان چې د وینې نرۍ کوونکي درمل کاروي، د معدې ستونزې لري، یا امیندواره او شیدې ورکوونکې وي، نو بايد له استعمال مخکې ډاکټر سره مشوره وکړي.

اړوند خبرونه