ډېر لوستل شوي

کابل کې د افغانستان او چین د اقتصادي همکارۍ د پرمختګ لپاره کنفرانس جوړ شوی

د «سهار خبرو مرکز» په همکارۍ له چيني شرکت «CAPEIC» سره په کابل کې د «اقتصادي همکاري، ثبات او تضمین» تر عنوان لاندې یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ شوی.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ياد مرکز د رييس فضل‌رحمان اوریا په حواله ويلي، چې له دې يې موخه د افغانستان او چین ترمنځ د شته ستونزو حل، د حکومت او شرکتونو ترمنځ د خبرو اترو پیل او د باور فضا بیرته راژوندي کول دي.
نوموړي د همکارۍ د پراختیا لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړې، چې پکې د شفافو او معیار لرونکو تړونونو د امضا، د اړوندو ادارو او متخصصانو په ګډون د ګډې کمیټې جوړول او د پروژو د مدیریت شفاف او مسوولانه رهبري کول شامل دي.
دا په داسې مهال ده، چې د کانونو او پترولیم وزارت له چيني شرکت «Xinjiang Central Asia Petroleum and Gas Co. (CAPEIC) » سره د امو سيند د نفتو د اکتشاف او استخراج په برخه کې شوی ۲۵ کلن تړون په رسمي ډول لغوه کړی دی.

اړوند خبرونه