د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ياد وزارت وزير نورالدين عزيزي او د قزغيزستان د اقتصاد او سوداګري وزير بکیت صدیکوف په شتون کې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قرغیزستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی.
د صنعت او سوداګرۍ وزرات ټينګار کړی، چې دا ګام به د سوداګرو ترمنځ اړیکې اسانه، د تبادلو کچه زیاته او د ګډو پانګونو زمینه برابره کړي.
د ويلو ده، چې ياد اقدام قرغيزستان ته د افغانستان پلاوي د سفر او د پخوانیو هوکړو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

