ډېر لوستل شوي

کابل کې د «ګلباغ» سړک د دویمې برخې جوړولو او پراختیا چارې روانې دي 

کابل ښاروالي وایي چې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ۲ زره ۳۹۶ مترو په اوږدوالي او ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.

د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د ۲۴ مترو په اوږدوالي او ۱٫۲ مترو په سور سره د یو پلچک، پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.

سرچینې د کابل له سویل سره د لوېدیځې برخې دا نښلوونکی سړک د کابل ښار اقتصادي دهلېز بللی په جوړېدو سره به یې ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې اسانتیاوې رامنځته شي.

د مسوولینو په وینا چې د هوا د ښه‌والي په صورت کې به د یاد سړک یوه برخه قیر شي.

اړوند خبرونه