ډېر لوستل شوي

د افغانستان او قطر پر اوږدمهاله دوستانه اړيکو ټينګار شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شيراحمد حقاني په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره په کتنه کې د اسلامي هېوادونو د موزیمونو د ګډ نندارتون لپاره د افغانستان د تاریخي او فرهنګي آثارو د لېږد پر موضوع خبرې کړې دي.

د ياد وزارت ویاند خبیب غفران وايي، ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو پر اوږدمهالو دوستانه اړیکو ټینګار کړی او د فرهنګي، علمي او تاریخي تبادلو د پراختیا، ګډو نندارتونونو او علمي کنفرانسونو د ترسره کېدو وړاندیز یې هم ورکړی دی.

په دې ناسته کې دغه راز د قطر سفیر ويلي، یاد نندارتون به د راتلونکي میلادي کال په دويمه میاشت کې پرانيستل شي او د ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکي به پکې ګډون ولري.

د وزارت په وینا، د اسلامي هېوادونو د ګډ نندارتون لپاره د افغانستان ۳۶ قلمه تاریخي آثار ټاکل شوي او د لېږد اداري چارې یې روانې دي، چې په ټاکلي وخت کې به قطر ته واستول شي.

اړوند خبرونه