ډېر لوستل شوي

نور به د محصولاتو قدر په خپل وطن وي؛ د ۲۲ سړو خونو جوړېدو چارې روانې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د خوندي ساتنې په موخه د ۲۶ زره مټريک ټنه په ظرفيت د ۲۲ سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

اقتصادي معاونیت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له قوله ویلي، دا مهال په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي، چې هره خونه د ۱ زرو او ۵۰۰ مټریک ټنه او په ټولیز ډول د ۲۱ زره مټریک ټنه د ساتنې ظرفیت لري.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، هم‌مهاله د هېواد په شپږو زونونو کې د ۸ نورو سړو خونو د جوړېدو چارې هم پیل شوې دي، چې په مجموع کې د ۵ زره مټریک ټنه ظرفیت لري.

اقتصادي معاونيت زياتوي، په پام کې ده چې په راتلونکي کې د کابل او بلخ ولایتونو کې د چین له هېواد سره په ګډه د تازه مېوو او سبزیجاتو د خوندي ساتنې لپاره درې نورې سړې خونې هم جوړې شي، چې هره یوه به د ۱ زرو او ۵۰۰ مټریک ټنه ظرفیت ولري.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ډاډ ورکړی، چې د دغو سړو خونو د پروژو په بشپړېدو سره به د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې په برخه کې د بزګرانو ستونزې د پام وړ راکمې شي او یاد توکي به بازار ته په مناسب قیمت وړاندې شي.

اړوند خبرونه