ډېر لوستل شوي

” نړۍ دې د بنديزونو پر ځای له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخه کړي”

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د يوه ۸ پوړيزه سوداګريز مارکېټ د کار د پيل په مراسمو کې ويلي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د بنديزونو او بې‌ځایه فشارونو پر ځای له افغانستان سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.

ښاغلي برادر زياته کړې، چې په سیمه کې «یو هوسا او پیاوړی افغانستان» د نورو هېوادونو په زیان نه دی، بلکې د هغوی له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د سیمه‌ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې پر هر اړخیز اقتصادي او سیاسي تعامل باور لري، خو دا تعامل باید د متقابل احترام، ارزښتونو او اصولو پر بنسټ وي.

د ښاغلي برادر په وينا، د عامه او خصوصي مشارکت او نورو تړونونو له لارې له خصوصي سکټور سره د سترو او اوږدمهاله پروژو عملي کېدل دا روښانه پیغام لري، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره ده او پانګوال کولی شي له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د معلوماتو له مخې، دغه اته‌پوړیز سوداګریز مارکېټ د ۷۴۳ میلیونه افغانیو په پانګونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ۶۰۰ متره مربع اوقافي ځمکه جوړېږي، چې ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، جومات او د موټرو تم‌ځای به ولري. ویل کېږي، چې د یاد مارکېټ ودانيزې چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي او هر کال به د کلنۍ اجارې په توګه ۴۳ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل کېږي.

اړوند خبرونه