نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د وینزویلا په اوبو کې د امریکا له لوري ګرځولشوې د تېلو بېړۍ د یو چینايي شرکت ده، او په تړاو یې د وینزویلا حکومت توند غبرګون څرګند کړی دی.
د راپورونو له مخې چې د تېلو دا بېړۍ پرون (شنبه) د امریکايي ځواکونو له لوري د وینزویلا سواحلو ته نږدې ګرځول شوې ده.
له دې پېښې وروسته د وینزویلا حکومت خبرداری ورکړی چې د امریکا دغه اقدام به بېځوابه نه پرېږدي.
په وروستیو کې د امریکا او وینزویلا ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې او ډونالډ ټرمپ بار بار د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي اقدام خبرداری هم ورکړی دی. د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د وینزویلا فضا ته نږدې د امریکا سترو بمغورځوونکو «B52» الوتکو هم د جنګي جېټ په ملتیا مانورې هم پیل کړې دي.

