ډېر لوستل شوي

کاپیسا کې د انارو بڼوال سږ کال د حاصلاتو له بازار خوښ دي

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو شمېر د انارو بڼوال وايي چې د پروسږ کال په پرتله یې سږ کال د انارو حاصلات کم، خو ګرم بازار ته یې خوښ دي.
د تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر بڼوالو له امید راډیو سره په خبرو کې د انارو د حاصلاتو کمښت لاملونه د اوبو کمښت او ځینې نورې ستونزې ښودلې، خو په وینا یې خوښ دي چې اوس یې انار د پاکستان پرځای نورو هېوادونو او ان اروپا ته صادرېږي.
دوی همداراز له اسلامي امارت غوښتي چې په یاده ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت ستونزې حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، قاري مطیع الله عابد امید راډیو ته ویلي چې د کاپیسا ولایت تګاب او نجراب ولسوالیو کې د دوو بندونو د سروې چارې بشپړې شوې او د یادو بندونو رغېدو سره به د دې ولایت د وچکالۍ ستونزه تر ډېره حل شي.

اړوند خبرونه