ډېر لوستل شوي

ایران د افغانستان له لارې له چین سره د نوې رېل‌پټلۍ پر جوړولو غور کوي

د ایران د رېل‌پټلۍ ادارې اجراییوي رییس جبار علي ذاکري وایي، چې له چین سره د ایران د نښلولو لپاره د یوې نوې او ستراتیژیکې رېل‌لارې طرحه د دوی په کاري اجنډا کې شامله ده.
نوموړي ویلي، چې دا رېل‌پټلۍ به له هرات ولایت څخه تر مزارشریف پورې وغځېږي او وروسته به د واخان دهلېز له لارې له چین سره ونښلول شي.
ایراني چارواکي وایي، د دې لارې له جوړېدو سره به د ایران او چین ترمنځ سوداګري اسانه شي، د ترانزیټ بهیر به چټک شي او د سیمې د اقتصادي نښلونې لپاره به نوې زمینې برابرې شي.
چارواکي ټینګار کوي، چې دا پروژه کولی شي د سیمې په سوداګرۍ او ټرانسپورټي همکارۍ کې مهم بدلون رامنځته کړي.

اړوند خبرونه