د جوزجان ولایت د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو د برېښنا رسولو پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت او د «ستیت کارپس» شرکت ترمنځ د تړون په لاسلیک سره رسماً پیل کېږي.
د اميد راډيو خبريال د یاد تړون د لاسلیک پر مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت د دايمي انرژۍ عمومي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني په وحواله ويلي، چې د دې پروژې عملي چارې به درې کاله وخت ونیسي او له بشپړېدو سره به يې ۴۷ زره کورنۍ د برېښنا له نعمته برخمنې شي.
د ښاغلي رحمان په وینا، د دې پروژې ټولیز ارزښت ۲۸.۴ میلیونه امریکایي ډالر دی او موخه یې یادو ولسوالیو ته د دايمي برېښنا برابرول دي.
یاد تړون د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطيف منصور او د اړوند شرکت ترمنځ، د رياستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې رسماً لاسلیک شو. د مسوولينو په وينا، د دې پروژې له عملي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د ژوند اسانتیاوې زیاتې او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره به مهم فرصتونه رامنځته شي.

