ډېر لوستل شوي

د پنجشېر او بدخشان ترمنځ ۲۹۵ کیلومتره سړک ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د پنجشېر ولایت فوق‌العاده لواء له لوري د ۲۹۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.  

د ملي دفاع وزارت لیکلي چې دا سړک د پنجشېر ولایت له «پریان» ولسوالۍ د بدخشان تر «کران او منجان» ولسوالۍ پورې غځېدلی او پراخوالی یې له ۱۰ تر ۱۲ مترو پورې دی.  

سرچینې لیکلي چې د پنجشېر فوق‌العاده لواء له لوري دغه ولایت څخه تر نورستان پورې د ۲۰۴ کیلو متره سړک چارې روانې دي.   ملي دفاع وزارت دا هم لیکلي چې همداراز د ۱۱۰۰ مترو په اندازه د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره کانال جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

اړوند خبرونه