په غزني ښار کې د کابلــکندهار دويم لين سړک پروژې چارې د ۲۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت له عليلالا څلور لارې تر سفندې دښتې پورې پيل شوې دي.
د اميد راډيو خبريال د مسوولينو په حواله ويلي، چې دا سړک به د ۱۵ مټره اوږدوالي او د ۷ مټره سور په درلودو سره ورغول شي.
د پروژې چارې د تخنیکي ټیم تر څار لاندې پیل شوې، چې پکې د مسیر ټاکل، پراختيا او بنسټيز جوړل شامل دي. د مسوولينو په وينا، دا پروژه د خلکو د تګــراتګ د اسانتيا، د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمولو او د معياري ټرانسپورټ د خدمتونو د برابرولو په موخه پیل شوې ده.

