ډېر لوستل شوي

کندوز ښار کې د شاوخوا ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ کوڅې په اساسي ډول جوړېږي

د کندوز ښاروالۍ ریاست له لوري د شاوخوا ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د یاد ښار «قهوه‌خانې» ښارګوټي د ۱۲ کوڅو د اساسي پخېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې دي.
امید راډیو ته په را استول‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې سترې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کندوز ښاروالۍ مسوولینو او د یاد ولایت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې چې دغو خامو کوڅو د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو او د رغولو چارې یې د روښان شمال ساختماني شرکت له لوري ترسره کېږي.
د دغه شرکت مسوولینو ډاډ څرګند کړی چې یاده پروژه به د قرارداد له شرایطو سره سم په لوړ کیفیت د راتلونکو اووه میاشتو په موده کې بشپړه شي.

اړوند خبرونه