د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په هرات ولایت کې ۳٫۹۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا یو شمېر پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو نهو پروژو کې پنځه ګټېاخیستنې ته سپارل شوې او د څلورو چارې یې پيل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د یادو پروژو پر مټ به د هرات ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به باثباته برېښنا ته لاسرسی وموندل شي.
په ګټېاخیستنې ته سپارلشویو پروژو کې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سبسټېشنونو جوړول شامل دي.
د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په نویو پيل شویو پروژو کې د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.

