ډېر لوستل شوي

د ټرمټ ادعا؛ نايجيريا کې مو د داعش مرکزونه په نښه کړي

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې پوځ يې د نایجیریا په شمال لوېدیځ کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

ټرمپ له دې ادعا سره څرګنده کړې، چې داعش له کلونو راهیسې عیسوي وګړي په نښه کوي او ویلي یې دي، چې تر دې وړاندې یې دغې ډلې ته خبرداری هم ورکړی و.

نوموړي دغه عملیات بریالي بللي او ټینګار یې کړی: “یوازې امریکا دا ډول عملیات ترسره کولای شي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د پنجشنبې په ورځ ترکیه هم اعلان کړی، چې له داعش سره د همکارۍ په تور یې په دغه هېواد کې له سلو زیات کسان نیولي دي. د یادونې وړ ده، چې د داعش پر ضد نړیوالې هڅې په بېلابېلو هېوادونو کې دوام لري او وروستي پرمختګونه د یادې ډلې پر وړاندې د فشار د زیاتېدو نښه بلل کېږي.

اړوند خبرونه