د عراق د لومړي وزیر سلاکار حسین علاوي وايي، شاوخوا پنځه زره عراقي وګړي د روسیه له پوځ سره یو ځای شوي دي.
علاوي د العربیه شبکې ته ویلي، چې د روسیې په پوځ کې د عراقي وګړو دقیق شمېر ټاکل ستونزمن دی، خو د معلوماتو له مخې دا شمېر نږدې پنځه زرو ته رسېږي. د نوموړي په وینا، بغداد دا بهیر له نږدې څاري او له مسکو سره د سلا مشورو له لارې د یاد جلب د مخنیوي هڅې کوي.
په همدې حال کې، د عراق عالي قضايي شورا مشر فایق زیدان ټینګار کړی، چې د عراق قانون د حکومت له رسمي اجازې پرته د نورو هېوادونو په وسلهوالو شخړو کې د عراقي وګړو ګډون جرم ګڼي او د بند سزا ورته ټاکل شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې د ملي امنیت له سلاکار قاسم الاعرجي او د «امر دیواني» کمېټې له غړو سره په لیدنه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه لا هم روانه ده او د دې جګړې اړوند د بهرنیو ځواکونو د ګډون راپورونه خپرېږي.

