شمالي کوریا وايي، چې د توغندیو او وسلو د تولید او پراختیا بهیر به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په پرلهپسې ډول دوام ولري.
د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «KCNA» راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په پلازمېنه پیونګیانګ کې د وسلو د صنعت له یو شمېر سترو شرکتونو لیدنه کړې ده.
د همدې راپور له مخې، کېم جونګ اون د وسلو د صنعت د عصري کولو اړوند مسودې هم لاسلیک کړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د توغندیو او وسلو د تولید برخه د جګړې د مخنیوي او ملي دفاع د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري.
نوموړي ویلي: “د توغندیو او وسلو تولید زموږ د هېواد د دفاعي ځواک بنسټ جوړوي او د جګړې د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.”
له بلې خوا، د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې کېم جونګ اون له خپلې لور سره یو ځای د اوبتل د جوړولو له بهیر څخه لیدنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د نوموړي لور د هغه د احتمالي ځایناستې په توګه هم یادېږي.

