ډېر لوستل شوي

روسيې تازه د اوکراين په پلازمېنه کې‌يف بريدونه کړي

د روسيې ځواکونو نن سهار د اوکراین پر پلازمېنه کې‌یف پراخ توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.

راپورونه وایي، چې له بریدونو سره سم په کې‌یف کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي او اوکرایني پوځ د بېلابېلو ډولونو میزایلو د کارونې پخلی کړی دی.

غیر رسمي ټیلیګرام چینلونه خبر ورکوي، چې د ښار په ځینو سیمو کې کروز او بالیستیک میزایلونه کارول شوي، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اوکرایني چارواکو ویلي، دغه بریدونه د ښار د اوسېدونکو امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د کې‌‌یف دفاعي ځواکونه هڅه کوي چې وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.

اړوند خبرونه