ډېر لوستل شوي

اوکراین د روسیې د تېلو پر مهمې تصفیه‌ خونې برید کړی

د روسیې د کراسنودار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې د تواپسه ښار د تېلو تصفیه‌ خونه په نښه کړې، چې له امله یې په یادې کارخونې کې اور لګېدلی دی.

چارواکي زیاتوي، اور په چټکۍ سره مهار شوی، خو د برید له امله د تصفیه‌ خونې ځینې تخنیکي تجهیزات زیانمن شوي، یو بندر او پنځه استوګنیز کورونه هم اغېزمن شوي دي. د پېښې له امله د ځاني زيانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

تواپسه د روسیه د تور سمندر پر غاړه د تېلو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د ورځې شاوخوا ۲۴۰ زره بېرله خام تېل پروسس کوي. سیمه‌ییز چارواکي وایي، دا تصفیه‌ خونه په تېرو کلونو کې څو ځله د اوکراین له‌خوا په نښه شوې ده.

اړوند خبرونه