د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبيحالله مجاهد ویلي، چې تېر کال د افغان حکومت لپاره د ډیپلوماسۍ او له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بریالی کال و.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه ویلي، چې د یاد کال په ترڅ کې نه یوازې د اسلامي امارت اړیکې له ګڼو هېوادونو سره پراخې شوې، بلکې د روسيې لهخوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه هم یو مهم سیاسي او ډیپلوماتیک پرمختګ بلل کېږي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې د همدې پرمختګونو تر څنګ، د ریاستالوزرا مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې نورو غړو ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه کړي، چې یاد سفرونه د اقتصادي، سوداګريز او ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي. د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو تل ټینګار کړی، چې افغان حکومت هڅه کوي د متوازن بهرني سیاست له لارې له سیمې او نړۍ سره اړیکې لا پراخې کړي او د هېواد د اقتصادي ثبات او نړیوال تعامل لپاره زمینه برابره کړي.

