د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د ۸۱٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د تخار ولایت د «درقد» ولسوالۍ اړوند د یتیم تپې څنډو د ټینګښت نهمې برخې پروژې قرارداد لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاد قرارداد د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور او د وطنیار ودانیز شرکت د استازي، عرفانالله برکي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سرچینې په وینا چې د دغه قرارداد پر بنسټ په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د ټینګښت پروژه د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۱ متره سور په درلودلو سره د نوموړي شرکت له لوري د ساحې تر سپارلو وروسته د یوه کال په موده کې پلې کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور دا پروژه د سیند څنډو ویجاړیو د مخنیوي، په درقد ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو او د نوموړې ولسوالۍ د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې حیاتي بللې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت دا هم لیکلي چې په دې وروستیو کلونو کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو اقداماتو څخه ګڼل کېږي، او په همدې برخه کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې بېلابېلې پروژې پلې شوې چې په پایله کې د ګڼ شمېر هېوادوالو ځان، شتمني او کرنیزې ځمکې د سیند د ویجاړیو له ګواښ څخه خوندي شوي دي.

