د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې تېر ۲۰۲۵ کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۳۰.۶میلیارد افغانیو په ارزښت ۵۶۲ بېلا بېلې پروژې د ۳۳ غونډو په جریان کې منظورې کړې دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې دا پروژې د هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او په خپل ځان د بسیا کېدو لپاره تر ټولو ستر او غوره اقدام دی. د یادونې وړ ده، چې یاد کمېسیون یوازې تېره ورځ د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې کړې دي.

