د رحمن الله ګربز خیریه بنسټ لخوا هغې کورنۍ لپاره نوی کور جوړ شو، چې د پاکستان پوځي رژیم لخوا هوايي برید کې ویجاړ شوی و او د کورنۍ لس غړي یې شهیدان شوي وو.
د امید راډيو خبریال د یاد بنسټ استازي له قوله وايي، چې په دې کور څه د پاسه یو میلیون افغانۍ لګښت شوی چې چارې یې د شاوخوا شلو ورځو په موده کې بشپړې شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي او اغېزمنه کورنۍ د دې اقدام ستاینه کوي او وایي، دا ډول مرستې نه یوازې فزیکي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د یو بایللي ژوند لپاره نوی امید هم را ژوندی کوي. د یادونې وړ ده، چې میاشت وړاندې پاکستاني الوتکو د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د یوه ملکي افغان کور په نښه کړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګدون په کې لس تنه شهیدان شول.

