د سویس پولیس چارواکو خبر ورکړی، چې په دې هېواد کې د یوې سختې اورلګېدنې له امله ۴۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰ تنو زیات ټپیان دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د سویس په کران-مونتانا ښار کې هغه مهال رامنځته شوې، چې یو شمېر ځوانان د نوي کال د لمانځنې په مراسمو بوخت وو.
د دې هېواد د پولیس چارواکو په وینا، د یادې اورلګېدنې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي. د یادونې ده، چې د اورلګېدنې پېښې هر کال د زرګونو اروپايي وګړو ژوند اخلي او پراخ مالي زیانونه ورته اړوي.

