د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا په افغانستان کې د داعش خوارجو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه مثبته ارزوي او په دې برخه کې یې قناعت څرګند کړی دی.
خلیلزاد له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، امریکا د تېرو څه باندې څلورو کلونو ته په کتو دا ارزونه کړې، چې اسلامي امارت د یادې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې داعش خوارج نه یوازې د افغانستان او امریکا لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره یو خطرناک ګواښ بلل کېږي.
د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې اسلامي امارت چارواکو ویلي، داعش خوارج افغانستان کې له منځه وړل شوي او د دوی پاتې مشران او غړي اوس پاکستان کې پټنځایونه لري.

