ډېر لوستل شوي

د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر؛ بېلابېلو لارو ۳۲۱ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني کاري راپور کې ویلي، چې د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو په جبري توګه ۳۲۱ کورنۍ چې ۱۶۸۹ تنه کېږي راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۶ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۴۹ کورنۍ، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او ثبت شوې دي.

همداراز، له مرکز کابل څخه ۲۹۶ کورنۍ په خوندي توګه خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

کمېسیون زیاتوي، چې راستنو شویو کډوالو ته نغدي مرستې، خوراکي توکي، روغتیايي درملنه، وړیا سیمکارتونه او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. د ټولیزو شمېرو له مخې، ۳۲۱ کورنۍ ثبت شوې، ۲۹۶ کورنۍ لېږدول شوې او ۴۰۵ کورنیو ته مالي مرستې رسېدلې دي. د یاد کمېسیون په وینا، د کډوالو د اساسي اړتیاوو پوره کول او د هغوی خوندي لېږد د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

اړوند خبرونه