د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې امریکا به د وینزویلا د پراخو تېلو زېرمې کنټرول کړي او امریکایي شرکتونه به وګماري ترڅو په میلیاردونو ډالر پانګونه وکړي او د دې هېواد زیانمن شوی تېلو صنعت بیا ورغوي.
سي اېن اېن تلوېزیون د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې له قوله ویلي، چې وینزویلا شاوخوا ۳۰۳ میلیارده بیرله خام تېل لري چې د نړۍ د تېلو شاوخوا پنځمه برخه جوړوي.
سي اېن اېن ویلي، چې د ټرمپ سترګې د وینزویلا د نفتو په دې سترو زېرمو دي او دغه زېرمې به د امریکا په راتلونکي کې مرکزي رول ولري.
ټرمپ په پیل کې د دې جګړې لامل د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ګڼله خو نن یې خپل اصلي هدف نړۍ ته روښانه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ په امر پرون پر وینزویلا پوځي بریدونه ترسره شول او د یاد هېواد ولسمشر او مېرمن یې لاس تړلي نیویارک ته د محاکمې لپاره بوتلل، هغه چې دا اقدام توندو نړېوالو غبرګونونو سره مخ شو.

